Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

د مدني قافِلے دويمه ورځ وه چې خبر راته راغے چه تاسو په انټرويو كښې كامياب شوي ئې، چنانچه د مدني قافلے نه په بيرته راتلو يو څو ورځے پس ما ته د كمپنئ له طرفه خط هم راغے. داسې اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه  د قافلے په بركت ما ته روزګار نصيب شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـىْ فَقَدْ اَحَبَّنِىْ وَمَنْ اَحَبَّنِىْ كَانَ مَعِـىَ فِـى الْجَنَّة ’’چا چې زما د سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                 جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا              جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

خوشبو لګول سُنَّتِ مُصطفٰى دي

       فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې د الله پاك د رضا د پاره خوشبو اولګوله نو د قيامت په ورځ به هغه په داسې حال كښې راشي چې د هغه خوشبو به د كستوري نه هم زياته خوشبوداره وي. ([2])


 

 



[1]...مشکوٰۃ ، ایمان کی کتاب ، کتاب وسُنت کو مضبوط تھامنے کا باب ، جلد : 1 ، صفحہ : 55 ، حدیث : 175۔

[2]...مُصَنِّف عَبْدُ الرَّزاق ، کتاب : الصیام ، باب : المرآۃ تصلی ، جلد : 4 ، صفحہ : 247 ، حدیث : 7963۔