Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

اعلٰى حضرت او د لمَانځه اهتمام

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه چې كله په سفر روانيږو نو عام طور مونږه د سفر تياري د مخكښې نه كوو، په مونږ كښې دِ هر يو لږ غور اوكړي چې مونږه د سفر د پاره څه تياري كوو؟ په سفر كښې به څومره ورځې لګي، د هغې مطابق جامې پورا دي او كه نه؟ ټكټ مو بُك كړے دے او كه نه؟ د سفر د خرچ د پاره رقم پورا دے بلكه د ضرورت نه زيات دے او كه نه؟ وغيره وغيره د ډيرو څيزونو اهتمام كوو، خو قربان شم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چې كله به سفر كول وو نو هغوئي به هم د سفر اهتمام كولو خو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا اهتمام ډير د اِيمان نه ډك وو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته به په سفر كښې د ټولو نه زيات د كوم څيز فِكر كيدلو هغه وو: لمُونځ.

     عام طور اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په ريل كښې سفر كولو، د هغوئي دا معمول وو چې په كوم ريل كښې به سفر كول وو او په كوم ريل كښې به بيرته راتلل وو، د هغې دواړو ټائم ټيبل به ئې راغوښتلو، ريل به كله روانيږي؟ كله به خپل منزل ته رسي؟ په كوم كوم اسټيشن به څو څو منټه اودريږي؟ د دې ټولو خبرو اندازه به ئې كوله؟ بيا به ئې د علمِ هَيئَت په ذريعه د هغې علاقو د لمُونځونو وختونه راويستل، د پينځَو لمُونځونو وخت په كوم اسټيشن شروع كيدلو او د كوم كوم اسټيشن پورې به وو په هغه ځائيونو باندې به ئې نښې لګولے او د وختونو نومونه به اوليكل شو، چې كله به مكمل مطمئن شو چې په دې سفر كښې به ټول لمُونځونه د جمعې سره په وخت ادا كړے شي، هله به