Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

كرامت دے خو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په خپل هر سفر كښې داسې كرامتونه نه ښودل، آو د لمَانځه اهتمام به ئې په هر سفر كښې كولو او د هغوئي دې ”د لمَانځه اهتمام“ ته كرامت نه شي وئيلے بلكه دا د هغوئي د ”لمَانځه عشق“ دے. داسې نه شي وئيل كيدے چې هغه خو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو، داسې اهتمام به ئې كولو، مونږه داسې نه شو كولے. ياد ساتئ! لمُونځ په اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې فرض وو نو په مونږه هم فرض دے. د لمَانځه داسې پوخ اهتمام كول په مونږه هم لازم دي، كه سفر وي يا حضر (يعنې د سفر نه علاوه عام حالت) وي، په هر صورت كښې لمُونځ فرض دے او فرض به وي.

     د لمَانځه ووه شرطونو كښې يو شرط وخت دے، يعنې هر لمُونځ د هغې په وخت وخت كښې ادا كول لازم دي، كه يو لمُونځ مو د هغې وخت شروع كيدلو نه مخكښې ادا كړو نو هغه لمُونځ اُونَشو، او كه د وخت تيريدو نه پس مو ادا كړو نو قضا لمُونځ به وئيل كيږي او د لمَانځه وخت [بے لمُونځه ادا كولو] تيرول ګناه ده. په هر حالت كښې لمُونځ په هر بالغ مسلمان [نارينه او زنانه] باندې په وخت وخت ادا كول فرض دي،

      الله پاك ارشاد فرمائي:

اِنَّ الصَّلٰوةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِیْنَ كِتٰبًا مَّوْقُوْتًا(۱۰۳)  (پارہ5،سورۃالنساء:103)    

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: بيشكه لمُونځ په مسلمانانو باندې په وخت وخت فرض كړے شوے دے.

د مُفتِـئ دعوتِ اسلامي د لمَانځه اهتمام

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فيض سره مفتـئ دعوتِ اسلامي حضرتِ