Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * كوم چې واورم نورو ته به ئې رَسَووم.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                         صَلَّـی الـلّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده ” د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر انداز “. په دے بيان كښے به اورو * د سفر مُتَعَلِّق د قرآنِ كريم تعليمات * د صُوفيائے كرامو په نِزد د سفر اقسام * د سفر مُتَعَلِّق د اوليائے كرامو دوه طبقے * د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر انداز. په ډيره توجه او د زړه په حاضرئ سره پورا بيان اوريدلو كوشش اوكړئ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د ډيرو معلوماتو خزانه به په لاس در شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

بعض سفر هم عبادت دے

      په سيپاره 20، سورۀ عنكبوت آيت نمبر20 كښې الله پاك ارشاد فرمائى:

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَؕ-اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌۚ(۲۰)

 (پارہ20،سورۃالعنکبوت:20)

مفهوم ترجمہ کنز العرفان: تاسو اوفرمائې، په زمكه كښې اوګرځئ اوګورئ چې الله اول [خلق] څنګه جوړ كړي دي، بيا به الله په دويم ځل پيدا كړي ، بيشكه الله په هر څيز قادر دے.