Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

     د دې آيتِ مبارَكه وضاحت پيش كولو نه مخكښې  تاسو وړاندې يو زيرے عرض كووم، هغه دا چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلے شوي ترجمۀ كنزُ الايمان كښې الفاظ لږ مشكل وو، نو زمونږ د آسانئ د پاره مكتبةُ المَدينه د قرآنِ پاك په اردو ژبه كښې ډيره آسانه ترجمه په نوم د ”كنزُ العرفان“ جاري كړى ده، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ”كنزُ العِرفان“ هم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيض دے چې دا ترجمه د ”كنزُ الاِيمان“ په مدد سره آسانه ليكلے شوي ده، ”كنزُ العرفان“ چاپ شوے دے، په 1250 روپئ هديه ئې د مكتبةُ المَدينه د يو شاخ نه طلب كولے شئ، اوس چې كوم آيت مونږه واوريدلو د دې ترجمه هم د ”كنزُ العرفان“ نه پيش شوي ده.

     د دې آيت لاندې په تفسير صِراطُ الجِنان كښې دي: يعنې اے حيبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو اوفرمائې، تاسو په زمكه كښې اوګرځئ او د تير شوو قومونو ښارونه او د هغوئي پاتي شوي نښې اوګورئ چې الله پاك اوَّل مخلوق څنګه پيدا كوي، بيا ورته مرګ وركوي چې تاسو [په خپلو سترګو] مشاهَده اوكړئ او د الله پاك د قدرت عجيبه څيزونو پيژندګلو حاصله كړئ. ([1])

    اے عاشقانِ رسول! د دې آيت نه معلومه شوه چې د الله پاك معرفت حاصلولو د پاره د هغه د قدرت نظارې كول او د عجائباتو سيل كول هم عبادت دے.

       مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په”تفسيرِ نعيمي“ جلد7، صفحه 250 كښې ليكي: په زمكه كښې سفر كول مباح (يعنې جائز) دے بلكه د سفر


 

 



[1]...صِرَاطُ الْجِنان ، پارہ : 20 ، العنکبوت ، تحت الآیۃ : 20 ، جلد : 7 ، صفحہ : 362بتغیر قلیل۔