Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

صحتمند وو چې هډو دوئي بيمار شوي نه دي، د دې نه پس ټول دوه نيم درے ميله پياده روان شو او د سمندر غاړې ته اورسيدل او جاز ته اوختل. ([1]) 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سفر په دوران كښې د اولياؤ په مزاراتو حاضري

      حُجَّةُ الاسلام حضرت امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر د آدابو نه يو ادب دا هم بيانوي چې ”د سفر په دوران كښې كوم ښار ته اورسئ، هلته د اوليائے كرامو مزارات وي نو د بركت د پاره هلته حاضري وركوئ، په دې ښار كښې كه علمائے كرام او مشائخِ موجود وي نو د هغوئي په خدمت كښې حاضر شئ او د هغوئي نه فيض حاصل كړئ.“ ([2])

      د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر په معمولاتو كښې دا ادب هم شامل وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې چرته تشريف يوړلو، كه هلته به يو مزار شريف وو نو لازمي به ئې هلته تشريف وړلو او د وَلِـىُّ الله د پاره به ئې فاتحه لوستله.   

     غالباً د 1320 هجري واقعه ده چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بَيسَل پور كښې د مولانا عرفان علي صاحب كور ته تشريف يوړلو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كوربه ته اوفرمائيل: په دې كلي كښې د يو ولِـىُّ الله مزار شريف دے؟ عرض ئې اوكړو: دلته خو د مشهور وَلِـىُّ الله مزار زما په وړاندې نشته. اوئې فرمائيل: ما ته د وَلِـىُّ الله خوشبو راځي، زه


 

 



[1]...ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت ، صفحہ : 181۔

[2]...کیمیائے سعادت ، صفحہ : 343۔