Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

د اَورَاد و وَظائف پابندي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! صُوفيائے كرامو د سفر په آدابو كښې يو ادب دا هم بيان كړے دے چې ”هغه اوراد و وظائف كوم چې مقرر دي، د سفر په دوران كښې په هغې كښې كمے اونشي.“([1])  عام طور د سفر په دوران كښې په دې [وظائفو] كښې سُستي كيږي، مثلاً دُرُودِ پاك لولي نو د سفر په دوران كښې د دُرُودِ پاك پابندي نه كيږي، د خپل پير صاحب نه ميلاؤ شوي د شجرې شريف چې كوم اوراد مقرر كړے شوي دي، د هغې په لوستلو كښې سُستي كيږي، خو مَا شآءَ الله اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوراد و وظائف په مُعامَله كښې هم ډير پابند وو، د سفر په دوران كښې به ئې په پابندئ سره اوراد و وظائف لوستلو. تردې پورے چې كله به د ريل نه كوز شو، په اسټيشن به ئې لمُونځ ادا كولو نو هغه وظائف كوم چې به د فرضو نه پس مخ په قبله لوستل وو، هغه به ئې هم په پابندئ سره لوستلو، بيا به ئې دُعا كوله او ريل ته به ختلو.

     يو ځل اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پيلي بَهيت نه د سحر په وخت بيرته راتللو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اسټيشن باندې د حاجي كفايتُ الله صاحب نه د وظائفو صندوقچې اوغوښتلو، يو كس د انتطار ګاه نه آرام دِه كرسئ راوړه، د كرسئ په ليدلو ئې اوفرمائيل: دا خو ډيره مُتَكَبِّرانه كرسئ ده، بيا ئې د كرسئ د تكيے سره ملا اونه لګوله، داسې كښيناستلو او وظيفه ئې اولوستله.([2])


 

 



[1]...کیمیائے سعادت ، صفحہ : 343ماخوذاً۔

[2]...فیضان اعلیٰ حضرت ، صفحہ : 198۔