Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

     عام طور اوليائے كرامو به داسې قسمه سفر كولو او اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم سَفَر بِالْبَدَنْ (يعنې بدني طور سفر كول) ډير كم كولو، آو د هغوئي سَفَر بِالْقَلْب (يعني روحاني  سفر) ډير د كمال وو.

د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سفر بالقلب

     د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ښار بريلي شريف كښې يو مَجذوب اوسيدلو. مجذوب هغه وَلِـىُّ الله ته وائي كوم چې د الله په محبت كښې ورك اوسي. د 1316هجرئ واقعه ده چې د بريلي شريف يو مجذُوب د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو، او دوئي روحاني طور د زمكې سفر خو كړے وو خو د اسمانونو سيل ئې نه وو كړے، په نه پيژندلو ئې اووئيل: د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بادشاهي خو په زمكه ښكاري، په اسمانونو كښې نه ښكاري. په دې باندې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: د خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكومت چې څنګه په زمكه دے، دغه شان په اسمانونو كښې هم دے، هغه مجذوب بيا عرض اوكړو: د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بادشاهي خو په زمكه ښكاري، په اسمانونو كښې نه ښكاري. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا اوفرمائيل: كه چا ته ښكاري يا نه ښكاري خو زما د خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكومت په اوچه او لَـمْده، وَنو او بوټو، لمَر او سپوږمئ، زمكه او اسمان، هر ځائ جاري وو، جاري دے، جاري به وي، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جلال نه ډك جواب چې ئې واوريدلو نو هغه مجذوب لاړو.