Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

حديث په اطمينان خوړلے وو چې كشتئ ته د ختلو په وخت د غرق كيدو نه د حفاظت كومه دُعا بيان شوي ده، ما هغه دُعا لوستلي وه په دې وجه د حديثِ پاك په رښتينې وعده مې يقين وو.

      دا د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يقينِ كامِل بركت وو، هغه طوفان كوم چې د درې ورځو نه جاري وو، يو دوه ساعته پس ختم شو او جاز بچ شو. ([1])

اَلْبَحْرُ      عَلَا      وَ    الْمَوْجُ      طَغٰی،  مَنْ    بَے    کَس    و    طُوفَاں   ہَوْش    رُبا

مَنْجْدھار      میں     ہُوں     بِگْڑِی      ہے    ہَوا،   مَوْرِیْ    نَیَّا     پَار    لگا   جانا

د الله د بندګانو نه مدد غوښتل

     په يو حديثِ پاك كښې دي، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې كله بنده داسې ځائ كښې وي چرته چې د هغه مددګار نه وي او هغه ته د مدد حاجت وي نو درې ځله دِ داسې اووائي: اَعِیْنُونِیْ عِبَادَ اللّٰہ! اَعِیْنُوْنِی عِبَادَ اللّٰہ! اَعِیْنُوْنِی عِبَادَ اللّٰہ! اے د الله بندګانو! زما مدد اوكړئ! اے د الله بندګانو! زما مدد اوكړئ! اے د الله بندګانو! زما مدد اوكړئ...! بيشكه د الله بندګان دي كوم چې مونږه نه وينو.([2])

     معلومه شوه كه بنده د سفر په دوران كښې په مشكل كښې وي، هغه ته د مدد ضرورت پيښ شي نو هغه رِجَالُ الْغَیْب (يعنې د الله پاك داسې بندګان چې په نظر نه راځي مثلاً فرښتې او اوليائے كرام) نه مدد اوغواړئ نو د هغه مدد به اوكړے شي.


 

 



[1]...ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت ، صفحہ : 181۔

[2]...جمع الفوائد ، کتاب : الأذکار والأدعیۃ ، جلد : 6 ، صفحہ : 85 ، حدیث : 9403۔