Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

سفر نه كول) زيات خوښولو، دا اوليائے كرام به د اهم ديني ضرورت مثلاً د حج وغيره نه علاوه په خپل كور كښې موجود اوسيدل. ([1])

     د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم دا طريقه وه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د سفر په مُقابَله كښې اِقامَت (يعنې سفر نه كول) زيات خوښول. د هغوئي خليفه حضرت ظَفرُ الدين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سفر د عدم په حكم كښې وو، يعنې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ډير كم سفر كولو. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله فرمائي: زه د سفر نه ډير تنګيږم، چې كله يو ځائ ته د سفر كولو خيال وي نو دوه، درې ورځې مخكښې د هغې پريشاني وي او د سفر نه بيرته په راتلو باندې د دوو، دريو ورځو پورې د هغې اثر وي. ([2])

 د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر بنيادي مقصدونه 

     حضرت ظَفرُ الدين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به صرف د ديني ضرورت تحت سفر كولو، مثلاً دوه ځله ئې حج له تشريف وړے دے، كله كله به يو مُريد ډير منت اوكړو، په مدرسه كښې به د ديني طلباء دستاربندئ سلسله وه او د مدرسې انتظاميه خواهش به وو چې دستاربندي دِ د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مباركو لاسو اوشي نو د داسې ضرورياتو تحت به اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سفر فرمائيلو. ([3]) 


 

 



[1]...رسالہ قشیریہ ، صفحہ : 501بتقدم و تأخر۔

[2]...حیات اعلیٰ حضرت ، جلد : 1 ، صفحہ : 411۔

[3]...حیات اعلیٰ حضرت ، جلد : 1 ، صفحہ : 411۔