Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

اَہْلِ  سُنَّت  کا  چمن  سرسبز  تھا،   شاداب   تھا              تازگی     تُو    اَور    لایا    اے    امام   احمد   رضا

حشر  تک  جاری  رہے گا  فیض  مُرْشِد آپ کا            فیض    کا    دریا    بہایا    اے   امام   احمد   رضا

اے       امامِ اہلسنت ،     نائِبِ      شاہِ      اُمَم                     کیجئے  ہم  پر  بھی   سایہ  اے  امام  احمد رضا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كرامت په طور سفر

      د دې پورې خو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سَفَر بِالْقَلْب يعنې روحاني طور په زمكه اسمانونو كښې د سفر كولو بيان وو، اوس د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سَفَر بِالْبَدَنْ يعنې د بدني سفر حال واورئ.

     اعلٰى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بدني سفر هم په دوه قِسمه دے: يو د هغوئي بدني طور د كرامت په طور سفر كول، دا سفر به اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پنجشنبې [يعنې د زيارت] په ورځ كولو. شيخِ طريقت، اَمِيرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: يو ځل حضرت مولانا حميدُ الرحمٰن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فضائل بيانولو، اوئې فرمائيل: زه په هغه ورځو وړوكې ماشوم ووم او ما ته ښه ياد دي چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ما ته او هر ماشوم ته په ”آپ“ يعنې ”تاسو“ رابللو او خبرې به ئې كولے. قهريدل، رټل، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په عادت مبارك كښې نه وو، يوه ورځ د زيارت په ورځ په بريلي شريف كښې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په كور مبارك كښې حاضر ووم، چې يو صاحب ملاقات له راغلو، دا وخت د عام ملاقات نه وو خو هغوئي ډير مِنت اوكړو، زه د