Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ په مينځ كښې كښينولو، دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.

(6) دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

(1) د يو زر ورځو نيكئ:

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3]


 

 



[1]… القول البدیع ، الباب الاول ، ص۱۲۵

[2]… الترغیب والترہیب ، کتاب الذکر و الدعاء ، ۲ / ۳۲۹ ، حدیث : ۳۰

[3]…  مجمع الزوائد ، کتاب الادعیۃ ، باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ ، ۱۰ / ۲۵۴ ، حدیث : ۱۷۳۰۵