Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

هم خپله دُنيا او آخرت ښائسته كولو، د اوليائے كرامو په نَقشِ قدم د تللو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره شامل شئ او په 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډير ثوابونو حقدار جوړ شئ. په دې 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار”مدني قافِله“ هم ده. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د دعوتِ اسلامي تحت په زرګونو، لكونو عاشقانِ رسول د صحابه كرام او اوليائے كرامو په طريقه روان دي. 3 ورځې، 12 ورځې، يوه مياشت او 12 مياشتې په مدني قافلو كښې سفر كوي، تاسو هم كوشش اوكړئ او هره مياشت كم از كم 3 ورځې د مدني قافلے مسافِر جوړيدلو خپل معمول جوړ كړئ، اِنْ شآءَ الله! د دې بے شميره بركتونه به درنصيب شي. راځئ د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:  

د مدني قافلے په بركت ئې كار اوموندلو

      ملتان (پنجاب، پاكستان)يو مقيم اسلامي ورور بيان دے چه زه د ډيرے مودے نه د كار روزګار په سلسله كښې پريشانه ووم په ډيرو ځائيونو كښې مې انټرويو هم وركړي وه خو څه جواب رانغلو. يوه ورځ زما ملاقات د دعوتِ اسلامي يو اسلامي ورور سره اوشو،  هغوئي ته مې خپله پريشاني بيان كړه، هغوئي را ته تسلي راكړه او اوئې وئيل: وروره! خفه مه كيږه، تاسو د دعوتِ اسلامي په مدني قافِله كښې سفر اوكړئ، هلته د بيروزګارئ نه د خلاصي دُعا اوغواړئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہ كرم به اوشي. څه ورځے پس مې په يوه كمپنئ كښې انټرويو وه، ما اراده اوكړه چه د انټرويو نه پس به د دريو ورځو په مدني قافله كښې سفر كووم. د انټرويو نه پس د مدني قافلے مسافر جوړ شوم.