Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص كوټې ته د پيغام رَسَوَلو د پاره لاړم خو په كوټه كښې لا څه په ټول كور كښې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه وو، مونږه حيرانه وو چې آخِر چرته ئې تشريف يوړلو، په دې حيرانتيا كښې مونږ ټول ولاړ وو چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلې خاص كوټې نه بهرته تشريف راوړو، ټول حيرانه پاتي شو او تپوس ئې اوكړو چې مونږه اوكتلئ خو تاسو نه وئ خو بيا هم تاسو د خپلې كوټې نه بهَر ته تشريف راوړو، په دې كښې څه راز دے؟ خلقو بيا بيا پوښتنه كولو باندې ئې ارشاد اوفرمائيل: اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زه په هر جمعرات يعنې هر زيارت په دې وخت د خپلې دې كوټې يعنې بريلي نه مدينې منورې ته حاضريږم.([1])

غم   مصطفےٰ   جس   کے   سینے    میں    ہے                               گو    جہاں   بھی    رہے   وہ    مدینے   میں   ہے

د سفر مُتَعَلِّق د اوليائے كرامو معمول

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چرته چې خبره ده د كَرامَت نه علاوه بدني طور د سفر كولو، نو په دې باره كښې د اوليائے كرامو مختلف معمولات دي، بعض اوليائے كرام مثلاً حضرت ابو عبدُ الله مغربى او حضرت ابراهيم بِن ادهَم  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِما وغيره اوليائے كرام د رضائے اِلٰهي  د پاره سفر كول زيات خوښولو او بعض اوليائے كرام لكه سَيِدُ الطَّائِفه حضرت جُنَيد بَغدادي او حضرت سَهْل بِن عَبدُ الله تُستَرى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِما، دغه شان حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وغيره د سفر په مُقابَله كښې اِقامَت (يعنې


 

 



[1]...بریلی سے مدینہ ، صفحہ : 1-3۔