Book Name:Tabrukat Ki Barakat

دي ، د هغوئي قبرونه په مِصر كښې دي. ([1])

مزاراتِ اولياء د خلقو د پاره امان دي

     حضرت يحيٰى بِن يحيٰى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بُزُرګ تير شوے دے : امام حَسَن نيشاپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : يوه ورځ زما قِسمَت رابيدار شو ، ما ته په خوب كښې د آخِري نبـي رَسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو ، ما اوليدل چې : خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت يحيٰى بِن يحيٰى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه. مزار ته تشريف راوړے دے ، صحابۀ كرام عَلَیْهِمُ الرِّضْوَان هم ورسره دي ، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د امامت مُصَلّـے ته تشريف راوړو او صحابۀ كرامو عَلَیْهِمُ الرِّضْوَان شا ته صف جوړ كړو او د خوږ آقا اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اقتداء كښې ئې لمُونځ ادا كړو. د لمَانځه نه پس خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : د يحيٰى بِن يحيٰى مزار د دې ښار د اوسيدونكو د پاره امان [يعنې امن وركولو والا] دے. ([2])

د تَـبَـرُّكاتو په بركت توبه قبليږي

     د بنـي اسرائيلو آبائي وطن مُلكِ شام وو ، كله چې حضرت يوسُف عَلَیْهِ السَّلام د مِصر بادشاه جوړ شو ، هغه وخت حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلام او د هغوئي اولاد مِصر ته راغلل. كله چې فرعون غرق شو ، هغه وخت په مُلكِ شام باندې د قومِ عَمَالِقه قبضه وه. د فرعون د هلاك كيدو نه پس الله پاك بنـي اسرائيلو ته حكم اوكړو : مُلكِ شام ته لاړ شئ او د قومِ عَمَالِقه سره جهاد اوكړئ! او خپل آبائي وطن آزاد كړئ! بنـي اسرائيل د زړه نه راضي نه وو ، هغوئي په نه زړه مجبوراً د جِهاد د پاره روان شو ، آخر دا چې په مقامِ تِيَـه كښې هغوئي بے هِمَّتي ښكاره كړه او اوئې وئيل : اے موسٰى عَلَیْهِ السَّلام! تاسو او ستاسو


 

 



[1]   تفسیر نعیمی ،  پارہ : 9 ، سورۂ اعراف ،  تحت الآیۃ : 137 ، جلد : 9 ، صفحہ : 160بتغیر قلیل۔

[2]   سِیَرُ اَعْلَامِ النُّبَلاء ، جلد : 12 ، صفحہ : 292۔