Book Name:Tabrukat Ki Barakat

نومونه ، هغوئي سره نسبت لرونكي څيزونه په دُنيا كښې هم او د مرګ نه پس په قبر كښې هم په كار راځي. “ شجرۀ قادريه رضويه عطاريه “ چې په هغې کښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د 41 اوليائے كرامو نومونه ليك دي او د اشعارو په صورت كښې د هغوئي په وسيله دُعاګانې غوښتلے شوي دي ، د هغه شجرے شريفې د بركت يو حكايت واورئ او ايمان تازه كړئ. اګست 2004ء كښې د پاكستان د مشهور ښار حيدرآباد يوه عَطّارِيَّه اسلامي خور وفات شوه. غسل وركوونكي اسلامي خور د هغوئي خپلوانو زنانؤ ته “ شجرۀ قادريه رضويه عطاريه “ وركړه او ورته ئې اووئيل : دا د دې په قبر كښې كيږدئ. د كور د سړو په ذريعه شجره شريف د هغې په قبر كښې كيښودے شوه. څه موده پس يوې خپلوانې اسلامي خور هغه مرحومه په خوب كښې په شانداره بستره باندې ناسته اوليدله ، هغه ډيره خوشحاله ښكاريدله ، مرحومه مُسکئ شوه او اوئې وئيل : دا شجره شريف واخله او هغې اسلامي خور ته ئې د شكريه ادا كولو سره بيرته وركړه. دا د هغې امانت دے. د دې شجره عَطّارِيَّه په بركت ما ته په قبر كښې ډير سُكون مِلاو شو. ([1]) 

د اوليائے كرامو افعال هم بابركته دي

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اوليائے كرامو د لـمانځه په ځايونو کښې لـمونځ کول هم د تَبَرُّك يو صورت دے. شاه ولِـىُّ الله مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : څوك چې زړه پاك كول او نيك جوړيدل غواړي هغه دِ دوه كارونه كوي : (1) د پاك او صفا اوسيدلو اهتمام دِ كوي (2) او زاړه جماتونه كوم ځائے چې اوليائے كرامو


 

 



[1]   شرح شجرہ قادریہ رضویہ عطّاریہ ، صفحہ : 159۔