Book Name:Tabrukat Ki Barakat

    یعني بَیتُ المَقْدَس كښې د داخِليدلو په وخت كښې سجدۀ شکر ادا كړئ! یا دا معنی ده چې په ښار ته داخليدلو وخت کښې سرونه ټىټ كړئ او په ادب داخل شئ. دويم حكم ورته دا شوے وو :

وَّ قُوْلُوْا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطٰیٰكُمْؕ-  (پ : 1 ، بقرہ : 58)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان : او اُووائې زمونږه ګناهونه مُعاف کړې نو مونږ به ستاسو خطاګانې معاف کړو.

    دلته يو تپوس دے : توبه كه هر چرته اوكړے شي ، الله پاك ئې اوري ، ترينه خبر دے او ويني ئې ، بيا بنـي اسرائيلو ته بَیْتُ الْمَقْدَس ته د ليږلو او د هغې په دروازه کښې د ګناهونو د مُعافـئ غوښتلو او ښار ته داخليدلو وخت كښې په ادب د سر ټىټـولو حكم ولے وركړے شو؟ د دې په جواب كښې علمائے كرام فرمائي : بَیْتُ الْمَقْدَس بابركته ځائے دے ، هلته د انبيائے كرامو عَلَیْهِـمُ السَّلام او اوليائے كرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ عَلَيْهِم  مزارات دي. ([1]) معلومه شوه چې د الله پاک د نيكو بندګانو مزاراتو په خوا كښې د هغوئي په بركت توبه زر قبليږي ، د دې نه دا درس هم حاصل شو چې چرته د انبيائے كرامو عَلَیْهِـمُ السَّلام او اولياء عَلَیْهِمُ الرَّحْمَه   مزارات وي د هغه ښار او زمكې هم ادب كول ضروري دي.     

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د تَـبَـرُّكاتو په وجه شِفا نصيب كيږي

    د تَـبَـرُّكاتو يو بركت دا هُم دے چې د دې په ذريعه الله پاك د بيمارو نه شِفا وركوي. په سورۀ يُوسُف كښې د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلام د قميص بيان شوے دے چې د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلام په جُدائې كښې په ژړا ژړا د حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلام د سترګو


 

 



[1]   تفسیر نعیمی ،  پارہ : 1 ، سورۂ بقرہ ،  تحت الآیۃ : 58 ، جلد : 1 ، صفحہ : 410 خلاصۃً۔