Book Name:Tabrukat Ki Barakat
نيولو او د شپې د قيام (يعنې عبادت) كولو والا درجه حاصلوي. ([1])
اے عاشقانِ رسول! حِلم سُنَّتِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے ، * زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كله هم بے ځاىه غُصَّه نه ده كړي ، * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ذات د پاره د چا نه هُم انتقام [يعنې بدل] نه اخستلو ، * تير شوو آسماني كتابونو كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا وَصف هم بيان شوے وو ، * حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره به چې څومره د جَهالت سلوك کيدلو ، هم هغه همره به د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حِلم زياتيدلو. ([2])
د حِلم مُتَعَلِّق مدني ګلونه : * حِلم د الله پاك صِفَت دے ، * حِلم الله پاك ته محبوب دے ، * حِلم د انبياء عَلَيْهِـمُ السَّلام سُنَّت دے ، * د حِلم معنٰى ده : قلاري ، بُردباري (نرم مزاجي) ، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : تَحَمُّل (يعنې بُردباري) د غُصَّه څښلو نه افضل دي ځكه چې د غُصَّه څښلو ضرورت هغه چا ته وي د چا غُصَّه چې شديده [يعني سخته] شي ، او حِلم والا ته په غُصَّه کښې هډو جوش نه ورځي. ([3])
د حِلم مُتَعَلِّق مدني ګلونه : * حِلم په تَكَلُّف سره راځي (يعني بنده په كوشش سره غُصَّه څښي نو په قلاره قلاره به ئې په طبيعت كښې حِلم پيدا شي.)* عِمامه تړلو سره هم حِلم زياتيږي ، * چيلئ څرلو سره هم په طبيعَت كښې حِلم پيدا كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې