Book Name:Tabrukat Ki Barakat

كوز شو ، د ګناهونو نه مې زړه تور شو ، په تير ژوند مې افسوس اوكړو. آه! د ژوند يوه لويه حصه مې په غفلت كښې تيره شوي ده. د درس په ذريعه د نصيحت قيمتي ملغلرو زما زړه را ژوندے كړو ، ما په هُم هغه وخت توبه اوكړه او آئنده د ګناه نه كولو پخه اراده مې اوكړه. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د يو څو ساعتونو د پاره زما په درسِ فيضانِ سُنَّت كښې شريك كيدل زما د ژوند او د آخرت د بِهترئ ذريعه جوړ شو. اوس زه عَطّاري يم ، او پينځه وخته د جَمعې سره لمُونځ  په وړومبي صف كښې د ادا كولو سعادت حاصلووم.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                        جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا              جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

حِلم سُنَّتِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے

     اول دوه فرامِينِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ : ﴿۱ حِلم والا په دُنيا كښې هم سردار دے ، په آخِرت كښې هم سردار دے ، ([2]) ﴿۲ د حِلم په ذريعه بنده د ورځې روژه


 

 



[1]    ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[2]   جامع صغیر ، صفحہ : 233 ، حدیث : 3831۔