Book Name:Tabrukat Ki Barakat

حضرت امام اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عطا كړي ګلونه وو ، فرمائي : تر څو چې دا تَبَرُّك زما سره موجود وو ما ته د هيڅ قِسمه دوائي ضرورت نه دے پيښ شوے ، که په سر به مې درد شو نو هغه ګلونه به مې ميده كړل او په تندي به مې پورې کړل ، که تبه ، زُکام ، ټوخے وغيره به مې وو نو هغه ګلونه به مې ميده كړل ، په اوبو كښې به مې ګډ كړل او هغه اُوبه به مې اوڅښلې نو د الله پاك په كرم به مرض لرې شو.([1])  

د تَـبَـرُّكاتو په بركت ئې د لمَانځه پابندي نصيب شوه

         اے عاشقانِ رسول! اَلْحَمْدُ لِلّٰه د تَـبَـرُّكاتو په بركت د ګناهونو مريض هم شِفا مومي. د پير مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره كښې منقول دي : يو كس چې د هغه نوم خدا بخش وو. هغه د انګريزئ تعليم حاصل كړے وو او د انګريزانو سره نوكر وو. [هغه کس پخپله] وائي چې : د انګريزانو د نوكرئ او د هغوئي د صحبت را باندي بد اثر اوشو او د لمُونځونو پابندي مې ختمه شوه. يوه ورځ د پير سَيِّد مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شوم. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته اُوفرمائيل : د څښلو اُوبه راوړه ، چې ما راوړلې نو دوه ګوټه ئې پخپله اوڅښلې او باقي ئې ما ته راكړې ، بس هغه د بركت والا اوبه مې چې اوڅښلې نو الله پاك د لمُونځونو داسې پابند جوړ كړم چې د هغې نه پس رانه کله هُم لمُونځ نه دے قضا شوے. ([2]) 

د اوليائے كرامو د نومونو بركت

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اوليائے كرامو سره نسبت لرونكے هر څيز


 

 



[1]   حیات اعلیٰ حضرت ، 3 / 205۔

[2]   مہر منیر ، صفحہ : 593۔