Book Name:Tabrukat Ki Barakat

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! درس وركول د انبيائے كرامو عَلَیْهِـمُ السَّلام او اوليائے كرامو محبوب عمل دے ، د الله پاك نبـي حضرت خَنُوخ عَلَیْهِ السَّلام به دومره ډير درس وركولو چې د هغوئي لقب اِدْرِيْـس (يعني درس ورکوونکے) اوګرځيدلو ، زمونږه پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : ما به درس وركولو ورکولو ، تر دې چې الله پاك ما ته د قُـطْـبِـيَّـتْ درجه راعطا كړه. د عاشقانِ انبياء و اولياء ديني تحريك دعوتِ اسلامي د جُمات درس ، كور درس او چوك درس په صورت كښې دا ديني كار هم ډير عام كړے دے. د دعوتِ اسلامي دولسو دِيني کارونو کښې يو ديني كار “ جُمات درس “ هم دے. د دې ديني كار بےشميره ديني او دُنياوي فائدے دي ، * جُمات درس “ سره جماتونه آباديږي ، * جُمات درس “ سره د انفرادي كوشش كولو موقع نصيب كيږي. *   جُمات درس “ سره د لمُونځ كوونكو په شمير كښې اِضافه كيږي.  *  د “ جُمات درس “ په بركت د نيكئ او خير خبرې زده كولو او نورو ته د زده كولو موقع نصيب كيږي. د دې په باره كښې د ډيرو فائده مندو معلوماتو د پاره د 52 صفحو رساله “ مسجد درس “ د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب كړئ. دا رساله د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ    www.dawateislami.netنه هم ډاؤنلوډ كولے شئ.

د “ جُمات درس “ يو مدني سپرلے

د كوټ مومن (ضلع سرګودها) خوا ته د نِزدې كلي للياني “ ډيره محمد علي شيخ “ اوسيدونكي د يو اسلامي ورور بيان دے : زه د ګناهونو په تِيارو كښې ورك ووم ، د ګناهونو كولو په وجه زما زړه سخت شوے وو ، بد نظري او د مور و پلار نافرماني كول زما معمول جوړ شوي وو ، زما د ګناهونو ډك ژوند ته د هدايت رنړا داسې را اورسيدله چې يوه ورځ د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته د يو اسلامي ورور په دعوت باندې درس كښې شريك شوم ، د درس الفاظو کښې داسې تاثِير وو چې زړه ته مې