Book Name:Tabrukat Ki Barakat

لمُونځونه ادا كړي وي ، هلته دِ لمُونځونه ادا كوي. ([1])

     دغسې کوم كار چې الله والؤ شروع كړے وي ، هغه كار كول مثلاً د يولسمې شريفې محفل مُنعَقِد كول ، قصيدۀ بُرده شريف لوستل ، د دُرُودِ تاج وظيفه كول وغيره هم د بركت حاصلولو ذريعے دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! په موجوده دور كښې د اوليائے کرامو د “ تَـبَـرُّكاتو “ فيضان ښه عام كولو او د خلقو په زړونو كښې د تَـبَـرُّكاتو مَحبَّت زياتولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي واضِحه كردار ادا كړے دے. د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول يو صفت دا دے چې په دې ماحول كښې د اوليائے کرامو د “ تَـبَـرُّكاتو “ د اداب او احترام كولو او د هغې نه د بركتونه حاصلولو ترغيب وركولے كيږي ، او ورسره ورسره د “ كردارِ اولياؤ “ نه هُم بركتونه حاصلولو او د اوليائے كرامو د اداګانو اختيارولو هم ډير تربيت ورکولے كيږي. مثلاً د دين د تبليغ د پاره د كوره وتل او د دين په لاره كښې قربانئ وركول د اوليائے كرامو محبوب عمل دے ، د اوليائے کرامو د دې “ ادا “ د بركت حاصلولو او سُنتونه عام كولو د پاره د دعوتِ اسلامي زرګاؤ عاشقانِ رسول مدني قافلو كښې سفر كوي.

      د اوليائے كرامو دا طريقه وه چې هغوئي به د نيكئ دعوت وركولو ، سُنَّتو باندې د عمل كولو د ترغيب وركولو او د اِصلاحِ نَفس ذِهن ورکولو د پاره به كوڅه په کوڅه او کور په کور ګرځيدل او د دې د پاره به ئې يو يو کس سره ملاقات كولو ، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! دعوتِ اسلامي والا هم د اِنفِرادي كوشش بركتونه حاصلوي ، يو يو كور ، يو يو دُكان ته ورځي ، علاقائي دوره كوي او دغسې د اوليائے كرامو اداګانې ادا كوي.

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار “ جُمات درس “


 

 



[1]   فیوض الحرمین (مترجم) ، صفحہ : 25-26۔