Book Name:Tabrukat Ki Barakat

په بينائې اثر شوے وو ، د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلام قميص مبارك كوم چې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلام نه په وِرثه كښې ميلاؤ شوے وو ، د حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلام په سترګو اولګولے شو  نو څه اوشو واورئ! چنانچه الله پاك ارشاد فرمائي :

فَارْتَدَّ بَصِیْرًاۚ-  (پارہ : 13 ، سورۂ یوسف : 96)                   

مفهوم ترجمہ کنز الایمان : هم هغه وخت د هغوئى بِينائي بيرته راغله۔

د وبائي مرض نه شِفا نصيب شوه

    علامه مُلَّا علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي : يو ځل په بَغداد شريف كښې د طاعون مرض ظاهر شو او دومره ډير زيات شو چې هره ورځ به زر زر جنازے اوچتيدلې. خلق اويَريدل او د وليانو د سردار پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او خپله پريشاني ئې بيان کړه. غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل : زمونږ د مدرسے نه چاپيره چې كوم واښه [يعنې ګَيا بوټي] دي ، دا اوخورئ او په بدن ئې هُم اومږئ ، الله پاك به د دې په بركت بيمارانو ته شِفا وركړي. نور ئې اوفرمائيل : كوم كس چې زمونږ د مدرسے د كوهي نه اوبه اوڅښي ، هغه ته به هم شِفا ميلاؤ شي. خلقو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فرمان باندې عمل اوكړو نو شِفا ورته ميلاؤ شوه. راوي وائي : د هغې نه پس د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ظاهري ژوند كښې كله هم په بَغداد كښې طاعون نه دے راغلے. ([1])  

د ګلونو په اَميل كښې د هر مرض شِفا ده

     په “ حياتِ اعلٰى حضرت “ كښې دي : د سيد ايوب علي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د اعلٰى


 

 



[1]   تَفْرِیْحُ الخاطِر ، صفحہ : 43۔