Book Name:Tabrukat Ki Barakat

دے ، د دې [تَـبَـرُّكاتو] په بركت مصيبتونه لرې كيږي ، دُعا قبليږي او د الله پاك ډير ډير رحمتونه نازليږي.

(3) لفظ “ شَعَائِرُ اللهاو د دې وضاحت

     دريم لفظ كوم چې قرآنِ كريم د تَـبَـرُّكاتو د پاره استعمال كړے دے ، هغه “ شَعَائِرُ الله “ دے ، د شَعَائِرُ الله معنٰى ده : د الله نښې. په قرآنِ كريم كښې دا لفظ څلور ځله راغلے دے. مُفسّرِ قرآن ، حضرت  مفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : *هر هغه څيز چې الله پاك د دِينِ اسلام يا د خپل قدرت يا رحمت علامت قرار كړے دے  *هر هغه څيز چې هغې ته دِيني عظمت حاصل دے ، يا د هغې تعظيم د مسلمان كيدلو علامت وي ، هغه شَعَائِرُ الله دي. په يو مقام كښې فرمائي : انبيائے كرام ، اوليائے كرام او علمائے دين هم په شَعَائِرُ الله كښې داخل دي بلكه دا خو شَعَائِرُ الله جوړولو والا دي يعنې د كوم څيز چې د دوئي سره نسبت اوشي هغه شَعَائِرُ الله جوړيږي مثلاً  * كعبه شريف په دې وجه مُعَظَّمه شوه چې دا د انبياء عَلَیْهِمُ السَّلام سره نسبت لري ، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلام د دې جوړوونکے ، حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلام په جوړولو كښې مدد کوونکے او خوږ نبـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې سره محبت كړے دے ، * عرفات (كوم ځائے چې حج كيږي) * مِنٰى (كوم ځائے چې حاجيان قرباني كوي هغه) په دې وجه بركت والا دي چې دغه ځايونه الله والؤ سره نِسبَت لري ، په مِنٰی کښې د الله پاک دوو نيکو بندګانو حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام او حضرتِ سَيِّدُنا حضرتِ اِسمٰعِيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام قرباني پيش كړي وه.([1]) * دغسې الله پاك صفا او مَروٰى ته هُم شَعَائِرُ الله وئيلي دي ، ارشاد فرمائي :


 

 



[1]   مواعظ نعیمیہ ، صفحہ : 221 بتغیر۔