Book Name:Tabrukat Ki Barakat
اِنَّ الصَّفَا وَ الْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآىٕرِ اللّٰهِۚ- (پارہ : 2 ، سورۂ بقرہ : 158)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان : بيشكه صفا او مَروٰى د الله د نښو نه دي.
يعنې صفا او مَروٰى دوه مُقَدَّسې غونډئ دي كوم ځائے چې د حضرتِ سَيِّدُنا اسماعيل عَلَیْهِ السَّلام والده ماجِده حضرتِ حضرتِ سَيِّدَتُنا هاجِره رَضِیَ الله عَنْها د اوبو په لټون كښې ووه چكرې لګولي وې. دا دواړه غونډئ د كعبے شريفې خوا ته نِزدې دي ، تر قيامته پورې چې كوم بنده حج كوي ، عمره كوي نو په هغه د حضرتِ هاجِره رَضِیَ الله عَنْها په ياد كښې په دې دوو غرونو كښې ووه 7 چكرې لګول [او بعضې ځائے کښې] منډې وهل لازِم دي. معلومه شوه چې د انبيائے كرامو ، اوليائے كرامو او د الله پاک د نيكو بندګانو تَـبَـرُّكات عظمَت والا څيزونه دي او د دې تعظيم كول د دين نښه ده.
د تَـبَـرُّكاتو تعظيم د زړه د تقوٰى علامت دے
قرآنِ كريم د شَعَآئِرُ اللّٰہ تعظيم كولو ته د زړه تقوٰى وئيلي ده ، ارشاد فرمائي :
وَ مَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوْبِ(۳۲) (پ17 ، الحج : 32)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان : او څوك چې د الله د نښو تعظيم اوكړي نو دا د زړونو د پرهيزګارئ نه ده.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
تَـبَـرُّكاتو نه د بركت حاصلولو حكم
بُخاري شريف ، حديث نمبر 2889 : د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خادِم حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے : يوه ورځ د الله پاک آخري نبـي ، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خيبر نه بيرته راتللو ، صحابۀ كرام عَلَیْهِمُ الرضوان هم ورسره وو ، مدينے