Book Name:Tabrukat Ki Barakat
زه په دې پريشانئ كښې ناست ووم او سوچ مې كولو چې د ډاكوانو سردار په اس سور بيرته راغے ، شا ته ورپسې نور ډاكوان هم راغلل ، د حيرانتيا خبره دا وه چې زما هغه ليكلي شوي قصيده كومه چې ما امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اورولي وه هُم هغه قصيده د ډاكوانو سردار هُم وئيله ، زه حيران شوم چې ډاكو او د اهلِ بيت سره داسې محبت...! ما موقع اوموندله او خپل تعارُف مې ورته اوكړو ، چې هغه ته دا معلومه شوه چې زه دِعبَل خُزاعـي يم او د اهلِ بيت په شان كښې دا قصيده ما ليكلي ده نو د اهلِ بيتو محبت د ډاكوانو په سردار غالب شو ، هغه د عقيدت په جوش كښې قافلے والؤ ته ټول سامان بيرته وركړو ، اَلْحَمْدُ لِلّٰه ما ته د امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كرته او توليه مباركه بيرته ميلاؤ شوه. د الله پاک په فضل د تَـبَـرُّكاتو بركت اوګورئ چې! هُم هغه ډاكوان چې اوَّل ئې زمونږ ټول مال و اسباب لُوټ كړے وو ، زمونږه مُحافِظان جوړ شو او په خپل حفاظت كښې ئې ټوله قافله منزل ته اورسوله. ([1])
صِدْقِ صَادِق کا تَصَدُّق صادِقُ الاِسْلام کر
بےغضب راضِی ہو کاظِم اور رضا کے واسطے
د شعر وضاحت : اے الله پاكه! د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صِدق (يعني رښتوني کيدلو) په خاطِر ما پوخ رښتونے مسلمان جوړ كړې او د امام موسٰى كاظِم او امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِما په بركت په ما غضب مه كوې او بےحسابه رانه راضي شې.
د الله محبوب بندګان او د هغوئي تَـبَـرُّكات
اے عاشقانِ اهل بيت! تاسو اوليدل چي! د امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كُرتے او توليه په بركت الله پاك د قافلے والؤ د ځان او مال او سامان حفاظت اوفرمائيلو او د هغوئي