Book Name:Tabrukat Ki Barakat
پرې پوهه کړئ ، ترجمۀ كنزُ الاِيمان ، تفسير خزائنُ العرفان ، نورُالعرفان يا تفسير صراطُ الجِنان اولولئ ، او اوګورئ ، الله پاك په سيپاره 8 سورۀ اَعراف كښې ، سيپاره 19 سورۀ شُعراء كښې او نورو ډيرو مقاماتو كښې د كافِرو قومونو ذِكر كړے دے ، چې په هغوئي عذاب راغلے وو ، قومِ عاد كفر اوكړو په هغوئي عذاب د هغوئي په استوګنه [يعني خپل وطن] كښې راغے ، قومِ ثمود كفر اوكړو ، په هغوئي عذاب د هغوئي په استوګنه كښې راغے ، قومِ لُوط كفر اوكړو په هغوئي عذاب د هغوئي په استوګنه كښې راغے ، خو په فرعون باندې عذاب د هغه په علاقه [يعنې مِصر] کښې رانغلو ، هغه ئې د ښار نه ويستلو او په درياب کښې ئې غرق كړو. علمائے كرامو د دې حِكمتونه ليكلي دي ، يو حكمت ئې دا دے چې مصر بابركته ځائے دے ، هلته حضرت يوسُف عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام او د هغوئي د 11 ورونړه كوم چې د الله وليان وو ، د هغوئي مزارات دي ، د هغوئي په بركت ئې مصر برباد نه كړو بلكه هلته اوسيدونكي كافران ئې اوويستل او په درياب کښې ئې غرق كړل. په سيپاره 8 سورۀ اَعراف كښې الله پاك د فرعون د غرق كيدلو واقعه ذِكر كړي ده ، د هغې نه پس ئې بيان كړي دي چې فرعون بنـي اسرائيل په زور خپل غلامان جوړ كړي وو ، [او بيا] الله پاك هغوئي [يعني بنـي اسرائيل] د مصر د زمكې د مشرق او مغرب مالِكان جوړ كړل ، الله پاک ارشاد فرمائي :
وَ اَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِیْنَ كَانُوْا یُسْتَضْعَفُوْنَ مَشَارِقَ الْاَرْضِ وَ مَغَارِبَهَا الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَاؕ- (پ9 ، الاعراف : 137)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان : او مونږه هغه قوم كوم چې دباؤ كړے شوے وو د هغه زمكې د مشرق او مغرب وارِثان كړل په كومه كښې چې مونږه بركت ايښودے دے.
مشهور مفسرِ قرآن ، مفتی اَحمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي : مصر د بربادئ نه محفوظه شو ځكه چې د حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلام اولاد چې اولياءُ الله