Book Name:Walion K Sardar

د بيان اوريدلو  نيتونه

*  ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ *  پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ  *  كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده “ د اولياؤ سردار “ . په دې بيان كښې به مونږه اورو * د اولياؤ د سردار غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دُعا يو ولي كامل كس د بدبختو د فهرست نه د خوش بختو په فهرست كښې بيا څنګه شامل شو * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تعارُف * د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان و عظمت * غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شيطان وار څنګه ناكام كړو؟ *  غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر والا څنګه مدد اوكړو؟ * په پير اعتراض كول څنګه دي؟ * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شانِ وِلايت * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كثرتِ عبادت معمولات. او د دې نه علاوه به د فيضانِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه مالا مال د ډيرو اهمو معلوماتو اوريدلو سعادت حاصلوو. په ډيره توجه او د زړه په حاضرئ سره پورا بيان د اوريدلو كوشش اوكړئ ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د ډيرو معلوماتو خزانه به په لاس درشي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مردُود ئې مقبوله كړو

     د حُضُور غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زمانه كښې يو ولئ كامِل د وِلايت نه محرومه كړے شو. او خلقو هغه ته مردود وئيل شروع كړل. هغه د خپلې زمانے درې سوه شپيته (360) اوليائے كاملينو باندې د خپل ولايت بيرته راتللو د پاره دُعا اوغوښتله ، ټولو د