Book Name:Walion K Sardar

اوكړه. په دې خبره ټولو خلقو د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه مُعافي اوغوښتله.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې کله د دِيني اُستاذ يا د پير و مُرشِد له طرفه څه داسې مُعامَله درپيښه شي چې د هغې په حِکمت پوهه نه شئ نو په هغې صبر كول پكار دي ، د هغې په وجه د خپل اُستاذ يا پير مخالفَت نه دے پكار ، ګنې آخرت به مو په خطره کښې پريوځي څنګه چې زمونږ د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُستاذ صاحب هغوئي په سخته يخنئ كښې نهر ته غوزار كړو خو بيا هم هغوئي د صبر کولو سره سره د جُمُعے د غُسل نِيَّت اوكړو او څه شكايت ئې هُم اونكړو.

په پير اعتراض د بربادئ سبب دے

      يقيناً كوم ديني طالبِ علم چې په خپل دِيني اُستاذ باندې او كوم مُريد چې په خپل پير و مُرشِد باندې اعتراض كوي هغه د فيضانِ علم و معرفت نه محرومه پاتې كيږي بلكه د هلاكت جورې كندې ته غورزيږي. اعلٰى حضرت امامِ اهلِسُنَّت احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي : “ په پيرانو باندې د اعتراض كولو نه ځان ساتئ ځکه چې دا د مُريدانو د پاره زَهرِ قاتل دي ، “ شايد که داسې مُريد به وي چې په خپل شيخ باندې به ئې اعتراض كړے وي او بيا به ئې كاميابي حاصله کړي وي ، د شيخ د تَصَرُّفاتو نه چې څه هغه ته صحيح نه ښکاري نو په هغې كښې دِ د خِضَر عَلَيْهِ السَّلام واقعات ياد كړي ځكه چې د هغوئي نه به داسې خبرې ظاهريدلې چې په ظاهره به په هغې سخت اعتراض وو لكه د مسكينانو كِشتئ سُورئ كول او بے ګناه ماشوم قتل كول ، بيا به چې كله هغوئي د هغې وجه بيان کړه نو ظاهره به شوه چې څه  به هغوئي کړي وو هُم هغه به


 

 



[1]       بہجة الاسرار  ص۱۰۷