Book Name:Walion K Sardar

حركت كولو او د اللّٰہ  اللّٰہ آواز ترينه راتلو.[1] غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پيدا كيدو سره روژه نيولي وه او چې كله لمَر پريوتلو ، هغه وخت ئې د مور پـئ اوڅښل ، ټوله روژه د هغوئي دا معمول وو.[2] چې كله به هغوئي په هلکوانه كښې د څه لوبو کولو اراده كوله نو د غيب نه به ورته غږ کيدلو : اے عبدُالقادِره! مونږه ته د لوبو د پاره نه ئې پيدا كړے.[3] هغوئي به چې [په ماشوم والي کښې] مدرسے ته تشريف يوړلو نو آواز به راتلو : د الله ولي ته ځائے وركړئ.[4]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د كرامت تعريف

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بعضې وخت انسان د اولياؤ د كراماتو په باره کښې د شيطان په وسوسو کښې راشي او كرامتونه د عقل په تله کښې تَلي او دغسې ګمراه شي. ياد ساتئ! كرامت هغه خلافِ عادت کار ته وائي چې عادتاً مُحال وي يعنې چې د ظاهري اسبابو په ذريعه د هغے كيدل ناممكنه وي خو د الله پاك په عطا سره د اوليائے كرامو نه داسې خبرې بعضې وخت ظاهريږي. چي د کوم نبـي عَلَيْهِ السَّلام نه به د اعلانِ نبُوَّت نه مخكښې داسې څيزونه ظاهر شو نو هغے ته اِرهاص وائي او د اعلانِ نبُوَّت نه پس چې ترينه ظاهر شي هغې ته مُعجزه وائي. د عامو مومنانو كه داسې څيزونه ظاهر شي هغے ته مَعُونَت وائي او د ولي نه چي ظاهر شي هغې ته كرامَت وائي.


 

 



[1]    الحقائق فی الحدائق ، ۱ / ۱۳۹بتغیر قلیل

[2]    بہجة الاسرار ، ص۱۷۲مفہوما

[3]    بہجة الاسرار ، ص۱۷۲مفہوما

[4]    بَہجۃُ الاسرار ص۴۸