Book Name:Walion K Sardar

حق وو ، هُم دغسې مُريد ته يقين ساتل پكار دي چې د شيخ كوم عمل ما ته صحيح نه ښکاري ، شيخ سره به د هغې په صحيح كيدلو قطعي دليل وي.

     حضرت سَيِّدُنا امام ابوالقاسِم قُشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په رساله قُشيريه كښې فرمائي : ما د حضرت سَيِّدُنا ابو عبدُ الرَّحمان سُلَمـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه اوريدلي وو او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د هغوئي شيخ حضرت ابو سَهْل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائيلي وو : څوك چې خپل پير ته په کومه خبره كښې ولے اووائي ، هغه به كله هُم كاميابي حاصله نه کړي.[1]

زما دا قدم د الله د هر ولي په څټ دے

      مُحَقِّقِ اهلِسُنَّت حضرت علامه امام يوسف بِن اسماعيل نَبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل مشهور كتاب جامع كرامات الاولياء كښې د حضرت محمد بن عمر ابوبكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُتَعَلِّق نقل كوي چې يوه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو ملګرو سره په دِمَشْق كښې تشريف فرما وو ، ناڅاپه ئې سر  ښكته كړو ، خلقو ترينه د سبب تپوس اوكړو نو هغوئي اوفرمائيل : اوس اوس سَيِّدُ الاولياء ، حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل مِحفل وَعظ كښې ارشاد اوفرمائيلو : قَدَمِیْ ھٰذِہٖ عَلٰی رَقَبَۃِ  کُلِّ وَلِـیِّ الـلّٰـہ يعنې زما دا قدم د هر ولي په څټ دے. د دې په اوريدلو د مشرق نہ تر مغربه پورې هر يو ولي څټ ښكته كړو. ملګرو تاريخ اوليكلو بيا څه ورځٰ پس د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له طرفه مسلسل دا خبرونه راتلل شروع شو چې واقعي هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هم هغه تاريخ دا كلمات ارشاد فرمائيلي وو.[2]


 

 



[1]   رسا لہ قُشیریہ ص۲۷۶ و فتاوٰی رضویہ  ج۲۱ص۵۱۰ تا ۵۱۱

[2]       جامع کرامات الاولیاء ، ج۱ ، ص۲۲۰