Book Name:Walion K Sardar

مزارونو كښې اٰمِين وئيلو او زما سفارش ئې كولو تر دې چې الله پاك د هغوئي ښے لاس صحيح كړو په دې باندې هغوئي خوشحاله شو او زما سره ئې لاس ميلاو كړو.

       په بَغداد كښې چې کله دا خبر مشهور شو نو د سَيِّدُنا شيخ حَمَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بعضو مُريدانو دا خبره بده اوګنړله او د تصديق د پاره د غوثِ پاك په دربار كښې حاضر شو خو د هغوئي د هيبَت په وجه يو كس هم د تپوس کولو هِمَّت نه اُونکړے شو. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د زړونو په حال پوهه شو او پخپله ئې اوفرمائيل : تاسو دوه شيخان خوښ كړئ چې هغوئي ستاسو دا مسئله حل كړي. چنانچه حضرت سَيِّدُنا شيخ يوسُف همداني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او حضرت سَيِّدُنا شيخ عبدُ الرحمان كُردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې هغوئي دواړه اصحابِ كشف وو ، دا مُعامَله هغوئي ته اوسپارلے شوه او د حضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې عرض اوكړے شو چې مونږه تاسو ته د جُمعے پورے مُهلت دركوو چې دا دواړه حضرات ستاسو تصديق اوکړي. غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل : اِنْ شَــآءالـلّٰـه تاسو به د دې ځائے نه لا پاڅيدلي هُم نه ئې چې مسئله به حل شي.  غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا اُوفرمائيل او سر مبارک ئې ښكته كړو. ټولو حاضرينو هم خپل سرونه ښكته كړل. په دې كښې حضرت سَيِّدُنا شيخ يوسُف همداني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپے ابله ښپے زر زر تشريف راوړلو او اعلان ئې اوكړو چې د الله پاك په حكم اوس اوس په ما باندې شيخ حماد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ظاهر شو او حكم ئې اوكړو چې فوراً د شيخ عبدُ القادر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدرسے ته لاړ شه او ټولو ته اووايه چې : شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې تاسو ته زما په باره كښې څه وئيلي دي هغه رښتيا دي. په دې كښې  حضرت سَيِّدُنا شيخ عبدُ الرحمان كُردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم راغلو او هغوئي هم د شيخ يوسُف همداني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان خبره