Book Name:Walion K Sardar

د كافِر يا فاسِق نه چې خلافِ عادت کار ظاهر شي هغے ته اِستِدراج وائي.[1]

عقل کو تنقید سے فُرصت نہیں                     عِشق پر اعمال کی بُنیاد رکھ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

غوثِ اعظم مرګي اوزغلول

      يو ځل يو کس د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو! پير صاحب مُحترمه! زما په ښځه مِرګي راغلي دي ، غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اُوفرمائيل : [لاړ شه او] د هغې په غوږ کښې اُووايه! د غوثُ الاعظم حُکم دے چې د بغداد نه اُوځه. چنانچه هغه په هُم هغه ساعت ښه شوه.([2])

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! زمونږه غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وَلِـىُّ الله او د الله پاک ډير عبادت ګُزار بنده وو ، د پيرانِ پير صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عبادت او رِياضت معمولات چې بنده واوري نو حيران پاتې شي. چې کله غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وَلِـىُّ الله په طور مشهور شولو نو هغه وخت هُم د عبادت کثرت د هغوئي په طبيعت کښې شامل وو ، راځئ چې د هغوئي د عبادت او رياضت په باره کښې څه واورو :

پيرانِ پير صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او ډير عبادتونه


 

 



[1]    مُلَخَّص ازبہارِ شریعت ج۱ص۵۶ ، ۵۸

[2]    مُلَخَّص ازبَہجۃُ الاسرارلِلشَّطنوفی ص۱۴۰ ، ۱۴۱