Book Name:Walion K Sardar

جُمات ته روان شو

      د سندھ ښار ټنډو آدم ته د درې ورځو د پاره د عاشقانِ رَسُول يوه قَافِله اورسيده. د مازديګر د لـمانځه نه پس [قَافِله كښې شامِل] چاړاګان اِسلامي ورونړه د عامو اسلامي ورونړو سره د علاقائي دَورے د پاره بهر ته اُووَتل او جُمات ته نزدې يو ميدان كښې كركټ كولو والا هلكانو خوا ته ورغلل ، بيا يو عام [يعني روغ] اسلامي ورور [هغه هلكانو ته] اُووئيل چې زمونږ سره د اوريدلو او وئيلو د طاقت نه محرومه اِسلامي ورونړه هُم دي ، دوئي به تاسو ته د اشارو په ژبه كښې د نيكئ دعوت وړاندې كړي ، چاړا اسلامي ورور د اشارو په ژبه كښې د نيكئ دعوت وركړو او بيا ئې هغوئي ته دا دعوت هُم پيش كړو چې زمونږ سره جُمات لاړ شئ ، د هغے نه پس عُمومي [يعني روغ] اسلامي ورور هُم ترغيب وركړو : اَلْحَمْدُ لِلّٰهمدني دَوره “ كښې ئې چې د نيكئ دعوت واوريدو نو هغه كركټ لوبيدو والا هلكانو سرونه ښكته كړل او مُبَلِّغ سره جُمات ته روان شو او دغسې د “ علاقائي دَورے “ په بَرَكت د لـمونځ ګُزارو شمير كښې اِضافه اوشوه.

   د جانشينِ عَطّار د ايپ تعارُف

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه دعوتِ اسلامي ټوله دُنيا کښې د دِين پيغام عام كولو کښې زيات و کم د 100 شُعبه جاتو په ذريعه مصروفِ عمل دے. په دې جديد دَور كښې د تبليغِ دِين د پاره جديد ذرائع هُم استعماليږي. په دې سلسله كښې د جانشينِ اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت مولانا عُبَيد رضا عَطّاري مَدَني دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه په نوم باندې يو موبائل ايپليكيشن جوړ كړے شوے دے ، چې د هغې نوم دے “ الحاج عُبَيد رضا عَطّاري (Al Haaj Ubaid Raza Attari) په دې كښے د جانشينِ اميرِ اَهلِسُنَّت بيانات ، شارټ كلِپ ، مختلف مصروفيات ، مَدَني چينل ريډيو ، د كلِپ وغيره ډاؤن لوډِنګ او د