Book Name:Walion K Sardar

(ترجمه : د الله پاک په نوم [د كور نه اُوځم] ، ما په الله پاک توَكُّل اوكړو ، د الله نه سِوا نه (د ګناهونو نه د بچ كيدو) قُوَّت شته او نه (د نيكو كولو) طاقت شته.  (سُنَنِ ابى داؤد ج٤ ، ص٤٢٠ ، حديث٥٠٩٥)

اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د دې دُعا لوستلو په بَرَكت به د هدايت په لار اوسيږئ ، د آفتونو نه به مو حفاظت كيږي او د الله پاک مدد به درسره شامل وي.

(٢) كور ته د ننوتلو دُعا : اَللّٰھُمَّ  اِنِّیْۤ اَسْئَلُكَ خَیْرَ الْمَوْلَجِ وَ خَیْرَ الْمَخْرَجِ بِسْمِ اﷲِ وَلَجْنَا وَبِسْمِ اﷲِ خَرَجْنَا  وَعَلَى اﷲِ رَبِّنَا تَوَکَّلْنَا (سُنَنُ اَبـى داوٗد ج٤ ص٤٢١ حديث٥٠٩٦)

  (ترجمه : اے الله عَزَّوَجَلَّ زه ستا نه د داخليدو او د وَتلو خير غواړم ، د الله پاک په نامه مونږ (كور ته) دننه راغلو او د الله پاک په نامه بهر اووَتلو او مونږ په خپل رب الله پاک توَكُّل اوكړو) د دُعا لوستلو نه پس دِ د كور كسانو ته سلام اوكړي بيا دِ په بارګاهِ رِسالت کښې سلام عرض كړي ، د هغے نه پس دِ سُورَةُ الْاِخْلاص شريف اولولي ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى په روزئ کښې به مو بَرَكت كيږي او په كور کښې به جګړے نه كيږي.

(٣)كور ته چې ځئ راځئ نو محارِم او محرِماتو (مثلاً مور او پلار ، خويندو ورونړو او بال بچو وغيره) ته سلام كوئ.

(٤)د الله تعالٰى د نوم اخستو نه بغير مَثَلًا د  بِسْمِ اللّٰه وئيلو نه بغير چې څوك كور ته داخل شي نو شيطان هُم ورسره داخل شي.

(٥)كه داسې مكان (اګر كه خپل كور) ته داخليږئ چې په هغې کښې هيڅ څوك هُم نه وي نو داسې اُووائې : اَلسَّلَامُ  عَلَیْنَا  وَ عَلٰی  عِبَادِ  اللّٰہِ  الصّٰلِحِیْنَ (يعني په مونږه او د الله تعالٰى په نيكو بندګانو باندې سلام) فرښتے به د دې سلام جواب وركوي. (رَدُّالْمُحْتَار ج٩ ، ص٦٨٢)