Book Name:Walion K Sardar

يا داسې وائې : اَلسَّلَامُ  عَلَیْكَ  اَیُّھَا  النَّبِیُّ (يعني يا نبي په تاسو دِ سلام وي) ځكه چې د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رُوح مبارك د مسلمانانو په كورونو کښې تشريف فرما وي.  (شرح الشفاء للقارى ج٢ ص١١٨)

(٦)چې كله د چا كور ته ننوتل غواړئ نو داسې وائې : اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ آيا زه دننه درتلے شم؟

(٧) كه د داخليدو اجازت درنكړے شي نو په خوشحالئ بيرته اوګرځئ ، كيدے شي چې د څه مجبورئ په وجه به كور والؤ اجازت نه وي دركړے.

(٨) چې كله څوك ستاسو د كور دروازه اوډبوي نو سُنَّت دا دي چې تپوس اوكړئ : څوك ئې؟ بهر راغلي كس ته پكار دي چې خپل نوم اوښائي : مَثَلًا اووائي چې : “ محمد اِلياس “ د نوم ښودلو په ځائے په دې موقع “ مدينه “ يا “ زه يم! “ يا “ دروازه برسيره كړه “ وغيره وئيل سُنَّت نه دي.

(٩) په جواب کښې نوم ښودلو نه پس دروازے نه ډډې ته اودريږئ ، چې دروازه برسيره كيدو سره مو په كور کښې دننه نظر نه پريوځي.

(١٠) د چا كور ته دننه كتل منع دي. د بعضې خلقو كور ته مخامخ لاندې طرف ته د نورو خلقو كورونه وي لِهٰذا چې [ضرورتاً] كړكئ وغيره کښې ګورئ نو د دې خبرې خيال ساتئ چې د هغوئي په كورونو کښې مو نظر نه پريوځي.

(١١) چا كره چې لاړ شئ نو د هغه ځائے په انتظاماتو بے ځايه اعتراض مه كوئ ، په دې د هغوئي زړه ازاريدے شي.

(١٢) چې بيرته ځئ نو د كوربه د پاره دُعا هُم اوكړئ او د هغوئي شُكريه هُم ادا كړئ او سلام هُم اوكړئ او كه كيدے شي نو د سُنَّتو ډكه رساله وغيره هُم په تُحفه کښې وركړئ.