Book Name:Walion K Sardar

لکه هغوئي چې يو بے ساه څيز وي.[1] او بعضې صحابۀ كرام رَضِیَ الله عَنْهُم فرمائي : د قيامت په ورځ به خلق د لمَانځه په كيفِيَّت [يعني حالت] اوچتولے کيږي يعنې چا ته چې په لمَانځه كښې څومره اطمينان او سُكون حاصليږي د هغې مطابق به د هغوئي حشر(يعنې اوچتيدل) کيږي.[2]

د لمَانځه په حالت كښې لړم 40 ځله اوچيچلو

     حضرت سَيِّدُنا عبدُ الله بِن مُبارَك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : ما ته دخپل ماشوم والي د وخت يوه داسې عبادت ګُزاره زنانه ډيره ښه ياده ده چې هغه د لمَانځه په حالت كښې لړم 40 ځله اوچيچله خو د الله د هغې بندئ په حالت كښې لږ فرق هُم رانغلو. چې كله د لمَانځه نه فارغه شوه نو ما ورته اووئيل : مورے! تاسو لړم ولے نه لرې كولو؟ هغې اُووئيل : بچيه! ته لا اوس ماشوم ئې ، دا څنګه مناسب وو! چې زه د خپل رب په كار كښې مشغوله ووم نو خپل كار مې څنګه كړے وے؟[3]

     اے عاشِقانِ رسول! خُشُوع او خُضُوع سره د لـمانځه كولو فضائل ، د لمَانځه ثوابونه ، د پينځَـه وخته لمُونځونو فضائل ، د جَمعې فضائل ، د جُمات فضائل ، د سجدے فضائل ،  د لمَانځه نه كولو عذابونه ، د لـمانځه د عاشقانو 86 حكايتونه او د لمَانځه مُتَعَلِّق نور ډير معلومات حاصلولو د پاره د اَميرِ اهلِسُنَّت ، بانئ دعوتِ اسلامي حضرت علامه مولانا محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ښكلے كتاب “ د لـمانځه فيضان “ مطالَعه كړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]   احیاء العلوم ج۱ص۲۲۸ ، ۲۲۹

[2]   احیاء العلوم ج۱ص ، ۲۲۲

[3]    کشف المحجوب ص ۳۳۲