Book Name:Walion K Sardar

ويرې او پښيمانتيا نوم دے. “ [1]   

      الله پاك په سيپاره 18 ، سُوْرَۃُ الْمُؤْمِنُوْن آيت نمبر 1 او 2 كښې ارشاد فرمائي :

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَۙ(۱) الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَۙ(۲)

مفهوم ترجمه کنز الایمان : بيشکه مراد ته اورسيدل ایمان والا ، هغوئي چې په خپلو لمُونځونو كښې عاجزي كوي.

       تفسیر صِراطُ الْجِنان جلد 6 صفحه 496 کښې دي : ايمان والا په خُشُوع او خُضُوع سره لمُونځ ادا كوي ، هغه وخت د هغوئي په زړونو كښې د الله پاك ويره وي او د هغوئي اندامونه په قرار او په سُکون وي.[2]

      زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لمَانځه حال به دا وو چې اُمُّ المُؤمِنِين حضرت سَيِّدتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْها فرمائي : نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به زمونږ سره او مونږ به د هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) سره خبرې كولې خو چې كله به د لمَانځه وخت  شو نو مونږه به داسې شو لکه هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) چې مونږه نه پيژني او مونږه هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) نه پيژنو.[3] حضرت سَيِّدُنا ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام به چې كله د لمَانځه د پاره اودريدلو نو د هغوئي د زړه درَزارے به د دوو ميلو د فاصلے پورې اوريدلے شو.[4] بعضې صحابۀ كرام رَضِیَ الله عَنْهُم به په لمَانځه كښې د رُكوع په حالت كښې داسې په سُکون وو [يعني بالکل به ئې حرکت نه کولو] چې په هغوئي به مرغئ كښيناستلې يعني


 

 



[1]   سنن الترمذی ، ابواب الصلٰوۃ ، الحدیث : ۳۸۵ ، ج۱ ، ص۳۹۴ ، بتغیرٍ.

[2]    تفسیرکبیر ج۸ ص۲۵۸ ، روح البیان ج۶ص۶۶ ملتقطا

[3]   احیاء العلوم  ج۱ص ۲۰۵

[4]    الجامع لاحکام القرآن ، پ۱۱ ، سورۃ براء ۃ ، تحت الآیۃ : ۱۱۴ ، ج۸ ، ص۱۵۹.