Book Name:Walion K Sardar

     حُضُورِ غوثِ پاك پيرانِ پير دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : يو ځل ما په جامِع منصور كښې لـمونځ کولو چې هم هغه مار راغے او زما د سجدے په ځائے ئې سر كيښودو او خُله ئې وازه كړه! ما هغه لرې كړو او سجده مې اوكړه ، خو هغه زما د بدن نه راتاؤ شو او بيا زما په يو لِستونړي كښې ننوتو او په بل لِستونړي اُووتو ، لمُونځ پوره کولو نه پس چې كله ما سلام واړوو نو هغه ورك شو. په دويمه ورځ چې كله زه بيا هم هغه جُمات ته داخل شوم نو ما د غټو غټو سترګو والا يو سړے اوليدلو ما اندازه اولګوله چې دا انسان نه دے بلكه پيرے دے ، هغه پيري ما ته اووئيل چې زه ستاسو تنګولو والا هم هغه پيرے يم ، ما د مار په شكل كښې د ډيرو اولياءُ الله ازميښت كړے دے خو ستاسو په شان ثابت قدمه مې يو هم نه دے ليدلے ، بيا هغه پيري د هغوئي په لاس مبارک توبه اوكړه.[1]

ہوئے دیکھ کر تجھ کو کافر مسلماں              بنے سنگدل موم سا  غوثِ اعظم([2])

مختصر وضاحت :  اےغوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ستاسو شان خو دا دے چې ستاسو په ليدلو كافران هُم مسلمانان شو او د چا زړونه چې د كانړى په شان سخت وو هغه هُم نرم شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ د مُرشِدِ كامِل ، سركارِ بَغداد ، حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم څه ښکلے شان دے. يو زمونږ لمُونځ دے چې که مچ را باندې كښيني نو هُم پريشانه شُو ، معمولي خارخت هم نه شو برداشت كولے. او زمونږه غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ


 

 



[1]       بَہجة الاسرار ص۱۶۹

[2]       قبالہ بخشش ، ص36