Book Name:Walion K Sardar

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د وليانو سردار او زمونږه کِردار

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! يو طرف ته خو زمونږ په وړاندې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُقَدَّس ژوند دے او بل طرف ته دِ مونږه خپل حال ته هُم اوګورو. * د وليانو د سردار پيرانِ پير غوثِ اعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا معمول وو چې شپې او ورځې به ئې په عبادت کښې تيرولې او مونږ خپل ژوند معلومه نه ده چې په کومو کومو فضولو کارونو کښې بربادوو * پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو د وَلِـىُّ الله کيدلو باوجود هُم د آخري عُمر پورې په عبادتونو کولو او نيکو ګټلو کښې مصروف اوسيدلو ، خو په مونږ کښې داسې خلق هُم شته چې خپل ټول عمر په غفلت کښې د تيرولو باوجود په بوډا والي کښې هُم د نيکئ طرف ته نه مائل کيږي * پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو د فرضو لـمونځونو سره سره د نفلونو هُم ډير زيات پابند وو خو مونږه څو څو مياشتې د جُمات په طرف نه ځُو ، بلکه بعضې خو د اختر د لـمانځه کولو د سعادت نه هُم محرومه وي * پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو ټول عمر د خوږ نبي مَکِّـي مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو په اِتِّباع کښې تير کړلو او مونږ د فيشن شوقيان د سُنَّتو نه ډير لرې د دُنيا په رنګينو کښې ورک يُو. الله پاک دِ مونږه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خاطر د غفلت د خوب نه رابيدار کړي او د ډيرو ډيرو مقبولو عبادتوبنو توفيق دِ رانصيب کړي.

عِبَادَت  میں گزرے مری زندگانی          کرم ہو کرم یاخدا! یاالٰہی!