Book Name:Walion K Sardar

      چنانچه حضرت شيخ محمد بِن اَبُو الْفتح هَرَوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما څه شپے د حُضُور غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې تيرې کړي دي ، په هغه شپو کښې مې د هغوئي دا معمول ليدلے وو چې د شپې د دريمې حِصَّې پورې به ئې نفلونه ادا کول او بيا به په ذِکر و اَذکار کښې مصروفه شولو ، بيا به  ئې څه نور اَوراد او وظائف لوستل ، او بيا څه نور. ما په خپلو سترګو ليدلي وو چې کله به د هغوئي بدن کمزورے شولو او بعضې وخت به ئې بدن ډير وړوکے شولو او بعضې وخت به ډير لوئي ښکاريدلو ، کله به د هغوئي بدن په هوا کښې اَلوتلو او زما د سترګو  نه به غائب شولو ، بيا به اودريدلو او قرآن شريف به ئې لوستلو تر دې چې د شپې دوه حِصَّے به تيرې شولې ، ډيرې اُوګږدے سجدے به ئې کولې ، مخ به ئې په زمکه لګولو ، بيا به ئې تَهَجُّد ادا کولو او په مُراقبه او مشاهده کښې به د سحر راختلو پورې ناست اوسيدلو ، بيا به ئې په نهايت عاجزئ او خُشوع دُعا غوښتله ، دغه وخت به هغوئي په داسې نُور کښې پټ شولو چې د نظره په غائب شولو ، او ما به د هغوئي خوا ته د سلام کولو آواز اوريدلو او هغوئي به د سلام جواب ورکولو ، تر دې چې د سحر د لـمانځه د پاره به ئې د حُجرے مبارکې نه بهر تشريف راوړلو.([1])

د اللہ  رحمت          غوثِ پاک                دي باعثِ برکت       غوثِ پاک

دي صاحبِ عزّت      غوثِ پاک                درياب د سخاوت     غوثِ پاک

دریاب د کرامت       غوثِ پاک                اوکړئ حمایت         غوثِ پاک

لرې کړئ مصیبت    غوثِ پاک                پيکرِ شرافت          غوثِ پاک

* مرحبا یا غوثِ پاک   * مرحبا یا غوثِ پاک   * مرحبا یا غوثِ پاک


 

 



[1]    بہجة  الاسرار ، ذکر طریقہ ، ص۱۶۴ملخصا