Book Name:Walion K Sardar

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د شيطان وار ئې ناكامه كړو

      د اولياؤ سردار ، سركارِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله مدرسه كښې په اجتماع كښې بيان فرمائيلو چې د چَت نه يو مار په هغوئي راولويدلو. بيان اوريدونكي پاڅيدل او منډې ئې كړې ، ټول خلق اُويَريدل خو سركارِ بَغداد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ځائے نه اُونه خوزيدلو. مار د هغوئي په جامو كښې ننوتلو او د ټول بدن نه په تاويدلو تاويدلو ئې په ګريوان کښې اووتو او د څټ مبارك نه ئې راتاؤ شو. خو قربان شم! زمونږه مُرشِد شَهَنشاهِ بَغداد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چې هغوئي لږ هم اُونه يَريدلو او نه ئې بيان بند كړو. بيا مار زمكې ته راکوز شو او په لكـئ اودريدو او څه ئې اووئيل او لاړو. خلق راجمع شو او عرض ئې اوكړو : حُضُور! مار تاسو ته څه خبره اوكړه؟ هغوئي اوفرمائيل : مار اووئيل : ما د ډيرو اولياء الله ازميښت كړے دے خو ستاسو په شان مې يو هم نه دے ليدلے.[1]   

واہ کیا مرتبہ اے غوث ہے بالا تیرا               اُونچے اُونچوں  کے سروں  سے قدم اعلیٰ تیرا

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې هغه عام مار نه وو بلكه د مار په شان پيرے وو او زمونږه د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ازميښت كولو كوشش ئې كړے وو خو اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ثابت قدمه اوسيدلے وو.  

غټو غتو سترګو والا سړے

     د مار په شان پيري يو بل خوفناك حكايت واورئ چنانچه


 

 



[1]    مُلَخَّص ازبَہجة  الاسرارلِلشَّطنوفی ص۱۶۸