Book Name:Walion K Sardar

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (1) د  312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ شپاړسمه حصّه او (2) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع كښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

(1) د شَبِ جُمعې [يعني د جُمعې د شپې] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعې او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي هغه به د مرګ په وخت كښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبر كښې داخليدلو وخت كښې هُم ، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبر كښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.


 

 



[1]    افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ السادسۃ والخمسون ، ص۱۵۱ملخصًا