Book Name:Walion K Sardar

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

د وَليانو سردار

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                  وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                  وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيْتُ سُنَّتَ الْاِعْتِكَافِ  
(ترجمه : ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ ، او ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. او ورسره ورسره به ستاسو د پاره په جُمات كښې خوراك څښاك هُم جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

حضرت اُبَـئ بن كَـعْـب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : يارسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه خو په تاسو ډير زيات دُرود شريف لولم ، تاسو اوفرمائې چې زه د شپے ورځې څومره حصه د دُرُود شريف د پاره مقرر كړم؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : ته چې څومره غواړې مقرر كړه. حضرت اُبَـئ بن كَـعْـب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : د شپے ورځې څلورمه حصه مقرر كړم؟ نو سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : ته چې څومره مقرر كړې ، خو كه ته د څلورمې نه زياته حصه مقرر كړې نو ستا د پاره به بهتره وي.

حضرت اُبَـئ بن كَـعْـب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : د شپے ورځې نيمه حصه مقرر كړم؟ نو حُضُور نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : ته چې څومره مقرر كړې ، خو