Book Name:Walion K Sardar

هغه عِزَّت نشته.[1]

راځئ چې! د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان كښې ټول نعرے اولګوو!

سلطانِ ولایت         غوثِ پاک                په وليانو حکومت    غوثِ پاک

شهبازِ خطابت        غوثِ پاک                فانوسِ هدایت           غوثِ پاک

د اللہ رحمت           غوثِ پاک                دي باعثِ برکت        غوثِ پاک

مرحبا یا غوثِ پاک     مرحبا یا غوثِ پاک        مرحبا یا غوثِ پاک        مرحبا یا غوثِ پاک

      اے عاشقانِ غوثِ اعظم! د بيان شوي واقعے نه معلومه شوه چې الله پاك زمونږه غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته لوئ شان وركړے دے * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دُعا تقدير بدليږى * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دُعا وران شوي كارونه سميږي * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُعا په بركت د راتلونکو مصيبتونو نه خلاصے نصيب كيږي * د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دُعا غَل د ولايت او د قطب درجے ته رسي * غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بَغداد كښې اوسي او په اوچت آواز غږ كوي نو لرې په يو ځنګل كښې موجود د هغوئي مُريد ئې اوري * غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بَغداد كښې خپل مريدان د ډاكوانو نه بچ كړل او په خپل پيزار ئې هغه [ډاكوان] هلاك كړل * غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بَغداد شريف كښې [وو او د بغداد نه بهر ئې] په مشكلاتو كښې اخته شوي خپل مريدان د مُصيبَت نه خلاص كړل * اللهُ اکبر! د الله پاك په بارګاه كښې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مقبوليت او شان ډير لوئ دے چې د هغوئي د دُعا په بركت ئې د ولايت نه محروم شوے كس بيا د مقبولو خلقو په بارګاه كښې شامل كړو.


 

 



[1]    تفریح الخاطر فی مناقب  الشیخ عبدالقادر متر جم ، ص76 ملخصاً