Book Name:Walion K Sardar

هغه د پاره د الله پاك په دربار كښې دُعا اوكړه خو مقصد ئې حاصل نه شو. د اوليائے كرامو نه بعضو د هغه نوم په لوحِ محفوظ كښې د بدنصيبو په فهرست كښې ليكلے اوليدلو نو هغه ته ئې اووئيل چې اوس ته هيڅ كله نه شې كاميابيدلے. د هغې نه پس د هغه مخ تور شو. هغه د پريشانئ په حالت كښې د سلطانِ اولياء حضرت سَيِّدُنا غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او خپله ټوله قصه ئې بيان كړه. د اولياؤ سردار حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل : راشه كه ته مردوده شوے ئې نو څه اوشو. زه تا د الله پاك په حكم مقبول جوړووم. د دې نه پس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د پاره دُعا اوكړه. نو د الله پاك له طرفه جواب راغے : اے عبدُ القادِر! آيا تا ته معلوم نه دي چې درې سوه شپيته اوليائے كرامو د ده د پاره دُعا كړي وه ، ما د هغوئي دُعا قبوله نه كړه. ځكه چې د ده نوم په لوحِ محفوظ كښې بدبخته ليكلے شوے دے. غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك په بارګاه كښې عرض اوكړو : اے زما ربه ته رد شوے مقبوله جوړولو او مقبوله رد کولو باندې قادر ئې. اے زما كريمه الله! كه ستا دا اراده ده چې دا كس دِ مردوده وي نو ما ته دِ د ده د مقبوله كيدلو د دُعا کولو توفيق ولے راكړو؟ د الله پاك له طرفه جواب راغے : اے عبدُ القادر! مونږه دا تا ته اوسپارلو څه چې غواړې هغه اوكړه. ستا مقبوله زما مقبوله. ستا رد كړے شوے زما له طرفه هم رد كړے شوے دے. د دې نه پس غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ته د مخ وينځلو حكم اوكړو نو الله پاك د هغه نوم د بدبختو نه وران كړو او د خوش بختو په فهرست كښې ئې اوليكلو. د الله پاك د بارګاه نه خطاب اوشو. اے عبدُ القادر! مونږه  تا ته د عدل و انصاف اختيارات دركړي دي. ستا مقبوله زما په بارګاه كښې مقبوله دے. كه ستا په نزد د چا عِزَّت نه وي نو زمونږ په بارګاه كښې هم د