Book Name:Walion K Sardar

كه ته د دې نه زياته حصه مقرره كړې نو ستا د پاره به بهتر وي. حضرت اُبَـئ بن كَـعْـب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : د شپے ورځې درې حصے مقررې كړم؟ نو سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : ته چې څومره مقرر كړې ، خو كه ته د دې نه زياته حصه مقرره كړې نو ستا د پاره به بهتره وي. حضرت اُبَـئ بن كَـعْـب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : يعنې زه به د شپے ورځې ټوله حصه صرف دُرود شريف لوستلو د پاره مقرره كړم؟ نو سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : كه ته داسې اوكړې نو دُرود شريف به ستا د ټولو فكرونو او غمونو لرې كولو د پاره كافي شي او ستا د ټولو ګناهونو د پاره به كفاره شي. ([1])

ذاتِ والا پہ بار بار دُرُود                   بار بار اور بےشُمار دُرُود

بے عَدَد اور بے عَدَد تسلیم                 بے شُمار اور بےشُمار دُرُود

بیٹھتے اٹھتے جاگتے سوتے              ہو الٰہی مرا شعار درود[2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو : فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : “ نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ “ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[3]

مَدَني ګل : نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.


 

 



[1]   ترمذی ، کتاب صفۃ القیامۃ ، باب۲۳ ، ۴ / ۲۰۷ ، حدیث : ۲۴۶۵

[2]     ذوقِ نعت ، ص۱۲۴-۱۲۳

[3]  (معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ ، ٦ / ١٨٥ ، حديث ٥٩٤٢)