Book Name:Walion K Sardar

علمانو ته ئې علوم عطا كړل. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 91 كالو په عمر كښې 561 هجري كښې په بَغداد شريف كښې وفات شولو ، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزارِ پُرانوار د عراق په مشهور ښار بَغداد شريف كښې دے. [1]

د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان و عظمت

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك زمونږه غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته لوئ شان وركړے وو. د غوثِ پاك شان دا وو چې هغوئي پيدائشي طور د الله ولي وو.[2]  د غوثِ پاك شان دا وو چې هغوئي د پيدا كيدو سره سمدستي روژه نيولي وه ، د پيشمني په وخت كښې به ئې [د مور] پـئ څښل او بيا به ئې د لمَر پريوتلو نه پس [د مور په پئيو] روژه ماتوله. د غوثِ پاك شان دا وو چې هغوئي د پِينځَـو كالو په عمر كښې بِـسْـمِ الـلّٰـه لوستل شروع كړه نو د اَعُوْذُبِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْم او بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لوستلو نه پس ئې اَتَلَّس (18) سيپارے په يادو واورولې او اوئې فرمائيل : دا هغه دي كومې چې زما مور د پيدا كيدو په زمانه كښې لوستلي وے نو ما د مور په خىټه كښې په اوريدلو اوريدلو يادې كړي وے.[3] د غوثِ پاك شان دا وو چې هغوئي څلويښت (40) كاله د ماسخُتن په اوداسه د سحر لمُونځ ادا كړے وو. د غوثِ پاك شان دا وو چې كله به بے اودسه شولو نو فوراً به ئې اودس كولو او دوه ركعته نفل به ئې ادا كول.[4] د غوثِ پاك شان دا وو چې هغوئي به ډير زيات عبادت او رياضت او د قرآنِ كريم تلاوت كولو ، پينځَلَّسو كالو پورې


 

 



[1]     بهجةالاسرارومعدن الانوار ، ذکرنسبہ وصفتہ ، ص۱۷۱

[2]     تفریح الخاطر ، ص۵۸ ، مفہوماً

[3]   رسالہ منّے کی لاش ، ص۴

[4]      بہجة الاسرار ، ذکرطریقه ، ص ۱۶۴