Book Name:Walion K Sardar

    عاشقِ غوثِ اعظم ، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په بارګاهِ غوثيت كښې عرض كوي :

رونقِ کل اولیا یاغوثِ اعظم دَسْتْگِیر                  پیشوائے اَصفیا یاغوثِ اعظم دَسْتْگِیر

آپ ہیں پیروں کے پیراورآپ ہیں روشن ضمیر                    آپ شاہِ اَتقیا یاغوثِ اعظم دَسْتْگِیر

اولیاء کی گردنیں ہیں آپ کے زیرِ قدم                   یاامامَ الاولیا یاغوثِ اعظم دَسْتْگِیر([1])

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اولياؤ د سردار مختصر تعارُف

     د سركارِ بَغداد حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم مبارك عبدُ القادِر او كُنيت ابو محمد دے ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 470 هجري كښې بَغداد شريف ته نزدې يو كلي جيلان كښې پيدا شوے وو. ابتدائي تعليم ئې د جيلان په كلي کښې حاصل كړے وو ، بيا ئې د نور تعليم د پاره 488 هجري كښې بَغداد ته تشريف راوړلو او علمِ دِين زده كولو كښې مشغول شو. د طالبِ علمئ په دور كښې د سختې لوږې ، د آرام د کمي ، په ځنګلو كښې د اوسيدلو د سختو مرحلو نه تيريدل ورپيښ شو خو د علم حاصلولو جذبه ئې كمه نه شوه. په ډير محنت او مَشقَّت سره ئې علم حاصلولو او چې كله د علم حاصلولو نه فارغه شو او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمي قابليت شُهرت د لرې لرې پورے خور شو نو د هغوئي اُستاذ او مرشِد حضرت شيخ ابو سَعد مُخَرِّمـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د درس و تدريس د پاره خپله مدرسه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اوسپارله ، د هغې ذمه واري هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوش مزاجئ سره قبوله كړه او مسندِ تدريس ته ئې نوره ترقي ورکړه او د علوم وفنون تږو طالبِ


 

 



[1]    وسائل بخشش ، ص۵۴۷