Book Name:Walion K Sardar

چنانچه

     منقول دي چې څوک د ازمري سره مخامخ شي او د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم واخلي نو ازمرے به په هغه حمله نه کوي.[1]   او څوك چې په مصيبت كښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ياد کړي نو د الله پاك په عطا سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه مدد كوي ، پيدائشي ړانده او د برګي مريضان به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دربار نه بِينا کيدل او جوړيدل ، مړي د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په كرامت ژوندي شوي دي ، خلق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دُعا د مالي نقصانونو نه محفوظه شوي دي ، غله ، ډاكوان ، فاسق و فاجر او قِسما قِسم ګناهونو كښې اخته خلق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس توبه ګار شوي دي او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه صاحِبِ کرامته هستي ده چې كله د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بيان كښې شريك خلق د باران نه پريشانه شو نو الله پاک په فضل] د هغوئي په حكم په اِجتِماع کښې شريکو خلقو باندې باران وريدل بند شو [حالانکه اخوا ديخوا وريدلو]. 

      عام طور چې كله ماشوم د مور په خيټه كښې وي نو هغه د دُنيا نه او په دُنيا كښې چې څه دي ، د دې ټولو نه بےخبره وي ، چې كله دُنيا ته راشي نو د يوے مودے نه پس هغه په ښه بد پوهه شي ، خو قربان شم! د سردارِ اولياء پيرانِ پير غوثِ اعظم حضرتِ سَيِّدُنا شيخ عبدُ القادِر جِيلاني دستګير  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چې د پيدا كيدو نه مخكښې او وروسته ترينه ډير كرامتونه ظاهر شوي دي ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لا د مور په خيټه كښې وو چې كله به ئې مور پرَنجے اوکړو او هغې به اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ وئيلو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په خيټه كښې د هغې په جواب کښې يَرْحَمُكِ اللّٰـہُ وئيلو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يكم رَمَضَانُ الْمُبَارَك د صبا صادق په وخت كښې پيدا شوے وو ، هٰغه وخت ئې شونډو په قلاره قلاره


 

 



[1]    نزهۃ الخاطرالفاتر ، ص۲۵ بتغیر قلیل